د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ لیور پول ۲ – ۰ منچسټر سیتي ته ماتې ورکړه

org_admin
د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ لیور پول ۲ – ۰ منچسټر سیتي ته ماتې ورکړه

د انګلستان فوټبال غوره لیګ دریېم فصل سیالیو پر دوام؛ د دغه لیګ تر ټولو مخکښې لوبډلې، لیورپول خپلې سیالې لوبډلې منچسټر سیټي ته د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې محمد صلاح دواړه ګولونو د خپلې لوبډلې لیورپول په ګټه ووهل.

لیورپول په دغه لیګ کې تر دې مهاله له خپلو ۲۷ سیالیو څخه ۱۹ ګټلي، یوه بایللې او اووه مساوي کړي دي، چې د ۶۴ امتیازونو په درلودولو سره د جدول په سر کې ځای لري.

د انګلستان فوتبال غوره لیګ ۱۲۶م پړاو سیالیو کې شل لوبډلې ګډون لري، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د اګسټ میاشتې پر ۱۷مه پیل او د روان کال مې میاشتې پر ۲۵مه به پای ته ورسېږي.