کابل؛ د نړيوالو مدرسينو له لوري ۲۳ روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس پای ته ورسېد

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۷:۴۵
کابل؛ د نړيوالو مدرسينو له لوري ۲۳ روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس پای ته ورسېد

د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس، چې نهه ورځې مخکې د فوټبال فدراسيون له لوري او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه د ۲۳ روزنکو په گډون په فوټبال فدراسيون کې پيل شوی و، روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال اسنادو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

په ياد کورس کې روزونکو ته د سياليو تحلیل، پرمختللي تکتيکونه، ټیمي استراتیژي او پر پرمختللو موضوعاتو او مفهومونو باندې د ایران هېواد د نړيوالو مدرسينو" حسين شمس او رضا کوردي له لوري تدريس شول.

د دغه کورس د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارگر، د فوټسال کمېټې مسؤل حاجي فريد يوسفزي، نړيوالو مدرسينو او روزنکو گډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ټولو روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال اسنادو د اخيستلو په پار مبارکي وويله او د ايران هېواد د نړيوالو مدرسينو له لوري افغان روزونکو ته د پرمختللو مفهومونو د ورکړې هر کلی یې وکړ او له هغوی څخه يې مننه وکړه، چې افغان روزنکو ته يې په ښه ډول تدريس وکړ.

همدارنگه په یادو مراسمو کې د فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارگر له نړيوالو مدرسينو څخه مننه وکړه، چې نهه ورځې يې افغان روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس په ښه ډول پای ته ورسو، نوموړي همداراز افغان روزونکو ته وويل چې له دې وروسته د فوټسال ورزش او ورزشکارانو د ودې لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS