ننګرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۸
ننګرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د شينوارو ولسوالۍد ګلاهي اوږدې غونډۍ په لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د شينوارو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د شينوارو ځوانانو او ګلاهي ارباپانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د شينوارو ځوانانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ګلاهي ارباپانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۱ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالي او له نطام څخه ملاټر و، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۹:۱۹
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

 

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۹:۱۰
Background image

د ورزش ادارې رهبري د المپیکي فدراسيونونو له رئیسانو سره جلسه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رییس مولوي احمدالله وثیق نن د المپیکي فدراسیونونو له رئیسانو سره په دې موخه جلسه وکړه، چې په دوو نړیوالو ورزشي برنامو کې د ګډون لپاره په کوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۷
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

BACK TO NEWS