په خوست کې د جنوبي زون په کچه د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۲۷
په خوست کې د جنوبي زون په کچه د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ور ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همکارۍ د ياد ولايت په شېخ زايد جمنازيوم کې د زون په کچه د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

يادې سيالۍ چې څلور ورځې وړاندې په خوست ولايت کې پيل شوې وې، پکې پکتيا، غزني، پکتيکا او د خوست دوو لوبډلو ګډون کړی و او د خوست په‌ لومړي مقام پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په‌ پايلوبه کې خوست الف لوبډلې خپلې سيالې خوست ب لوبډلې ته د ۳ـ۲ ميدانونو په‌ توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې يادې دواړه لوبډلې به له دې وروسته د زون په کچه سياليو کې د جنوبي زون په‌ اسنازولۍ لوبيږي او سيالۍ به ترسره کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS