میدان وردګ ؛ په سیداباد ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدی

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سیدآباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په لارښوونه د شیخ اباد اړوند خړیانو کلي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پايلوبه کې تنګي سټار لوبډلې خپلې سيالې شاهد بدلون لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې يادو سياليو لس ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.