په کندهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۲۱:۴۳
په کندهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښادمن روغتیايي علومو انستیتوت په همکارۍ د ياد ولايت په لوبیستان لوبغالي کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په‌ لومړۍ لوبه کې ملګري‌ لوبډلې خپلې سيالې ان اف سي لوبډلې ته د ۴-٣ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به شپږ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS