ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۰
ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ملکزي او پښتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پښتون لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٨ منډو هدف وټاکه. ملکزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٨٠ منډې وکړې او د اوو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له درېیوو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې د عبدالمالک. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۶
Background image

نورستان؛ مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS