سيد ظریف هاشمي د تکواندو بومسې فورم سياليو کې د طلا مډال وګاټه

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۲۶ - ۲۳:۱۸
سيد ظریف هاشمي د تکواندو بومسې فورم سياليو کې د طلا مډال وګاټه

د تکواندو اسيايي ازادې سيالۍ "G2" ، چې د پاکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، افغان تکواندو کار سيد ظریف هاشمي د خپلو درې پاکستاني سيالانو په ماتولو، د طلا مډال ګټونکی شو.

نوموړی د تکواندو په بومسې فورم کې لومړی ورزشکار شو، چې د طلا مډال يې وګاټه.

په يادو سياليو کې ۱۵ افغان ورزشکارانو ګډون کړی، چې ۱۴يې د مبارزې او يو يې د بومسې په فورم کې سيالي کوي‌.

د تکواندو اسيايي ازادې سيالۍ"G2"، نن (د فيبرورۍ ۱۴مه) د پاکستان په کوربه‌توب، په پلازمېنه اسلام آباد کې پيل شوي او د همدې مياشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS