غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۱:۵۰
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

دغه سیالۍ، چې په اتو ګروپونو کې پيل شوې دي، په لومړۍ لوبه کې حیدري ستارګان لوبډلې خپلې سیالې پیشتازان ابو سعید لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د جاغور ولسوالۍ د فوټسال لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS