لغمان کې د اتو ولایتونو ترمنځ د پهلوانۍ شپږم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۰
لغمان کې د اتو ولایتونو ترمنځ د پهلوانۍ شپږم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د هېواد له اتو ولایتونو د ۵۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ شپږم پړاو چلينجي سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کابل، ننګرهار، باميان، پروان، کاپيسا، لوګر، پکتيا او کوربه لغمان ولايت څخه ۵۸۰ پهلوانانو په بېلابېلو وزني کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې يې لغمان لومړی، کابل دويم او ننګرهار بيا درېيم مقام خپل کړ.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د پهلوانانو ترمنځ سالم رقابت او د ورزش وده وه، چې په پای کې غوره پهلوانانو ته کپوته، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS