د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۳ ه.ش کاري کال د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۶:۵۰
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۳ ه.ش کاري کال د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۳ ه.ش کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره په زیاته کچه مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکاري او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي برنامې ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفريح زمینه مساعده کړې ده.

په ټوله کې په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۲۸ فدراسیونونه فعالیت لري او په مختلفو برخو کې ۳۸ کلبونه د ورزشکارانو د تمرین لپاره جوړ شوي دي، په دغه ولایت کې ټولټال ۹۸۶۰ ورزشکاران پر ورزش بوخت دي.

د میدانو وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې د مرغومې میاشتې ترپایه ۱۳۱ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې ۵۰ یې په مرکز او ۸۱ یې په ولسوالیو کې نیول شوې.

د دغه ولایت ورزشي امریت د روزونکو او لوبڅارانو د ظرفیت لوړنې په موخه د پهلوانۍ، وزلوبې، تکواندو، کیک بکسنګ، کې ون کیک بوکسنګ، ووشو، قوت الرمي، جوجیتسو او کانفوتوار فدراسیونونو په برخه کې ۴۷۶ کسانو ته د ظرفیت لوړنې سمینارونه ورکړي دي.

په ټوله کې په دغه ولایت کې لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې، چې له جملې یې په چک ولسوالۍ کې د اختریز جام په نوم د غشي ویشتلو سیالۍ وې، چې له څوارلس لوبډلو څخه پکې له سلو زیاتو غشي ویشتونکو سیالۍ ترسره کړې وې، چې په پایله کې د چک کلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې. همداراز په چک ولسوالۍ کې د زمري میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وې، چې اتلولي یې وردګ زلمیو لوبډلې خپله کړه او د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران هم ګډون کړی و، چې غوره لوبډلو ته یې نغدي ډالۍ هم ورکړې، د دې ترڅنګ د دغه ولایت په مرکز کې د میدان وردګ، ننګرهار، کابل او پروان ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د لیندۍ میاشتې په ۲۶ مه د ای.ټي. اف تکواندو سیالۍ ترسره شوې، چې د کابل ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې، د دغو ورزشي برنامو ترڅنګ پکې د ټېپ بال کرکټ، پهلوانۍ، قوت الرمي، فوټبال او داسې نورو څانګو لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې دي.

له دغه ولایت څخه په ۱۴۰۳ کال کې په ملي او ټاکنیزو سیالیو کې ۱۲۱ ورزشکارانو ګډون کړی او په پایله کې د هیواد په کچه ۳۵ ورزشکاران له دغه ولایت څخه ملي لوبډلې ته ټاکل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ددغه ولایت د ورزشي امریت اړوند د ورزشي جمنازیوم د بیا رغوونې په برخه کې د ۱۵۰۰۰۰ یو سلو پنځوس زره افغانیو په ارزښت رغوونه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS