کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۳:۲۶
کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند اول نمبر عسقلان سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د تیموري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د الچینو ځوانانو تیموري او اول نمبر عسقلان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې تیموري لوبډلې د ۱/۲ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې دشپږو لوبډلو ترمنځ دوالیبال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د لوکاړ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې. . .

BACK TO NEWS