دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۱:۵۸
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د « یووالي » جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د حامیم استار او وحدت ګزک لوبډلو ترمنځ په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو په پينالټیو کې حامیم استار لوبډلې خپلې سیالې وحدت ګزک لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۱۴
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ورزشکار ذبيح الله ځواک هلمندي سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د هلمند ولايت د موتای استاد او د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ذبيح الله ځواک سره، د دې رياست په دفتر کې وليدل او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۹
Background image

د هېواد د ورزش ادارې رهبري کابل کې د پهلوانۍ ملي ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه

د هېواد د ورزش ادارې رهبري کابل کې د پهلوانۍ ملي ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق او ورسره مل د رهبرۍ نورو غړيو د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د دې رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۳
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS