هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۲۸
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خانشین ولسوالۍ په مينوال لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د مينوال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغوسياليو په پايلوبه کې مينوال لوبډلې خپلې سيالې قسمت لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

د دغو سياليو په پای کې شفيق الله غوره لوبغاړی او ولی محمد غوره ګول وهونکی ونومول شوه او ډالۍ يې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS