د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۳ کاري کال د لاسته راوړنو لنډ راپور

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۱۲ - ۱۸:۳
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۳ کاري کال د لاسته راوړنو لنډ راپور

پکتیکا ولایت د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه دی، چې خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري، په یاد ولایت کې د المپیکي سیالیو ترڅنګ غیر المپيکي او دودیزې سیالۍ هم خورا مینوال او لوبغاړي لري.

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د نورو ولایتونو د ورزشي ریاستونو او امریتونو په څېر ښې لاسته راوړنې لري او خورا ښه ثابت شوی دی، چې سږ کال یې تر دې دمه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸۷ لویې او وړې المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې ۸۷ یې په مرکز او ۱۰۰ یې په ولسوالیو کې وې.

د دغه ولایت د ورزشي امریت له لوري د ورزشي برنامو له جملې څخه یې په ارګون ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وې، چې په پایلوبه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران ګډون کړی و، همدارنګه په دغه ولایت کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ هم یو له مهمو سیالیو څخه وې، چې پکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران او ورسره پلاوي کډون کړی و، د نوموړي ولایت ورزشي امریت د دغو لویو ورزشي برنامو ترڅنګ د کیک بوکس، والیبال او ټېپ بال کرکټ لویې ورزشي برنامې هم جوړې کړې دي، چې د زرګونو خلکو د سرګرمۍ او تفریح سبب ګرځېدلې دي.

همدارنګه د دغه ولایت ۳۵ورزشکارانو په ولایتي او ملي ټاکنیزو سیالیو کې هم ګډون کړی، چې په پایله کې یې د هیواد په کچه د نېزه وهنې په سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ، ورپسې یې په موی تای سیالیو کې درې د برنزو مډالونو وګټل، د آس ځغلونې ملي سیالیو کې چې په هرات ولایت کې ترسره شوې، په سرعتي سبک کې دویم مقام وګاټه او د دې ترڅنګ یې د هاکي په ټاکنیزو سیالیو کې ښه پایله لرلې او څلور لوبغاړي یې د هیواد په کچه ملي لوبډلې ته ټاکل شوي دي.

په یاد ولایت کې ۱۸ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري او ترڅنګ یې د مختلفو ورزشي څانګو ۱۵ کلبونه هم فعاله دي، چې وخت ناوخت پکې ۱۲۰۰ ورزشکاران په تمریناتو بوخت دي، په ښونیزه برخه کې په دغه ولایت کې درې سیمنارونه ترسره شوي او ۲۳۵ کسانو پکې ورزشي او اصلاحي زده کړې ترلاسه کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د بیا رغوونې په برخه کې د ۲۱۱۶۸۵۵ دوه ميليونه يو سلو شپاړس زره اته سوه پنځه پنځوس افغانیو په ارزښت د نېزه وهنې او فوټبال لوبغالي رغېدلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS