د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو دوام؛ ریال مادرید، وایادولید ته ماتې ورکړه

org2_admin
د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو دوام؛ ریال مادرید، وایادولید ته ماتې ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د ریال مادرید او وایادولید لوبډلو تر منځ لوبه وشوه، دغه لوبه ریال د ۳ – ۰ ګولونو په توپیر له وایادولید لوبډلې څخه وګټله.

په دغه سیالۍ کې درې واړه ګولونه د ریال مادرید بریدګر لوبغاړي کیلیان امباپه ووهل، چې په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د اسپانیا غوره لیګ سیالیو کې سږ کال ۲۰ لوبډلو ګډون کړی، له دغو لوبډلو څخه ریال د ۴۹ امتیازونو په درلودو د جدول په سر کې ځای لري، ورپسې اتلتیکو مادرید او بارسلونا د ۴۵ او ۳۹ امتیارونو په درلودو په ترتیب د جدول په دویم او ورېیم مقام کې ځایونه لري.