بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۱۶
بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولایت کې له تخار، کندز، سمنګان او بغلان ولایتونو د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې داد الله پهلوان د حاجي نعیم په اس، صدرالحق پهلوان د حاجي حقیار په اس او رحمت الله پهلوان د برکه سیمي د خلکو پر اس تر حلالې دایرې ورسول او د اتلولۍ مقامونه یې ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته نغدي پیسې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د طبما فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له پنځو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صبریو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۳۴
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالیو کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS