د روسیې سن پیټرز برګ کلب، لویز هنریکه ته په دغه لیګ کې دلوبېدو لپاره ۳۵ میلیونه یورو وړاندیز کړی

د روسیې فوټبال غوره لیګ مشهورکلب سن پېټرز برګ، برازیلي فوټبالر لوییز هنریکه ته په دغه لوبډله کې د لوبېدو لپاره ۳۵ میلیونه یورو وړاندیز کړی، چې د دغه لیګ په تاریخ کې د ریکارډ په کچه وړانديز دی.
لوییز هنریکه په ۲۰۲۴ کال کې د برازیل غوره لیګ سیالیو کې ددغه لیګ غوره لوبغاړی شو. نوموړی اوس مهال د برازیل فوټبال ملی ټیم او د دغه هېواد د فوټبال غوره لیګ کې له بودافوګو لوبډلې سره لوبېږي.
د روسیی فوټبال غوره لیګ کې سږ کال شپاړس لوبډلې ګډون لري.
دغه لیګ د ۲۰۲۴ کال د جولای په شلمه پیل شوي او د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۴مې نېټې به دوام ولري.