کندز؛ خان اباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۲۳
کندز؛ خان اباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې درې آخراولاقه اعلان شول چې په پایله کې لومړی آخراولاق حفیظ پهلوان، دویم آخراولاق سیدال پهلوان او درېیم آخراولاق بیا صدرالحق پهلوان د حلال تر دایرې ورساوه او د ډالیو ګټونکي شول.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۳۸
Background image

ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۲۳
Background image

کندز؛ خان اباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۲۱
Background image

غزني؛ مرکز کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د اسکېټ سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اسکېټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۵ ورزشکاران ترمنځ په جمپ او استقامت سبک کې د اسکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS