لغمان؛ الينګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اروند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په الينګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهين او رجه يي ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې شاهين لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یی په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پيل شوي دي، چې ۳۱ ورځې به دوام وکړي.
