ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۴۹
ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار  کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په کابل کمپ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د رایډرز او ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه رایډرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکليو اتو اورونو کې یې د ټولو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۰ منډو هدف وټاکه. ټايګرز لوبډلې ټاکل شوی هدف د درېیوو ویکټو په زيان پوره کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS