بارسلونا د اسپانیا سوپر کپ سیالیو اتلولي وګټله
د اسپانیا سوپر کپ ٤١م پړاو سیالۍ، چې د روانې مرغومي میاشتې په نهمه نېټه د سعودي عربستان په کوربه توب د ياد هېواد پلازمېنې جدې ښار کې پیل شوې وې، د بارسلونا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې ریال مادرید، بارسلونا، اتلتیک بېلباوو او مالورکا لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د بارسلونا او ریال مادرید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بارسلونا لوبډلې د ۵/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د اسپانیا سوپر کپ سیالیو په تاریخ کې بارسلونا په ١۵ اتلوليو سره د دغو سیالیو مخکښه لوبډله ده او ریال مادرید بیا په ١٣ اتلوليو سره دویم مقام لري.