کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست د امام صاحب ولسوالۍ په چهارشنګي ورزشي لوبغالي کې د ۴۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د میدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې دواړه اخرالاقه د محمد علي پهلوان له لوري تر حلالې دایرې ورسول او د ډالۍ ګټونکی شو.

د یادو سیالیو موخه د وزلوبې سیالیو ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفریح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS