د هسپانیا سوپر ليګ سياليو پر دوام؛ بارسلونا او رئال مادرید پايلوبې ته ووتل

org_admin
د هسپانیا سوپر ليګ سياليو پر دوام؛ بارسلونا او رئال مادرید پايلوبې ته ووتل

د هسپانیا ۲۰۲۵ سوپر ليګ سيالۍ، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په جده ښار کې ترسره کېږي، د دې ليګ په لوبلړ کې دوه پیاوړې لوبډلې بارسلونا او رئال مادرید پايلوبې ته ووتې.

د دغو سياليو په لومرۍ نيمه پايلوبو کې بارسلونا ۰/۲ اتلتيک بيلباو ته او په وروستۍ نيمه پايلوبه کې رئال مادرید ۰/۳ مالورکا ته ماته ورکړه.

د دې سياليو پايلوبه به د جنوري په ۱۲مه جده ښار کې ترسره شي.

د هسپانیا سوپر ليګ د فوټبال له مشهورو ليګونو څخه دی، چې سږ کال د جنوري پر اتمه د څلورو(اتلتيک بيلباو، مالورکا، بارسلونا او رئال مادرید) لوبډلو تر منځ پيل شوې وې، او دوه ورځې نور به هم دوام وکړي.