تخار؛ فرخار ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو WKF سبک سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۷:۶
تخار؛ فرخار ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو WKF سبک سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فرخار ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو WKF سبک سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې د تک فايټ په ډول ترسره شوې، په پايله کې ۳۵ تنو ورزشکارانو لومړی او د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل.

د يادو سياليو موخه د رزمي لوبو WKF سبک ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS