کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فدراسيون د يوني فايټ سبک سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۷ کلبونو د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فدراسيون د يوني فايټ سبک سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ به د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به ۸۵ ورزشکاران لومړي او د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړي.
د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې د سياليو په پای کې به غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شي.
