ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۲۲:۰
ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميدان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه چمتو شوې وې، په پايله کې یې بختیار لومړی، حاتم دويم او تواب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS