ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ١٩ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲
ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ١٩ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت کامې ولسوالۍ کې د ١٩ دولتي ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د النصر او خدای دوست لېسو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د خدای دوست لېسې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکليو نهو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٩ منډو هدف وټاکه. د النصر لېسې لوبډلې یاد هدف د لوبې په درېيم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او په ښوونځیو کې ورزش ته د ودې په موخه پیل شوې دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS