یو افغان ځوان له جرمني غزني ته پر بایسکل را ورسید

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۱:۳۸
یو افغان ځوان له جرمني غزني ته پر بایسکل را ورسید

د غزني ځايي ورزشي مسؤلین واويي د موټر سایکل ځغلونې یو تن افغان ورزشکار له جرمني پر موټر سایکل تېره ورځ غزني ته را ورسید.

د بلال مجاهد په قول ځاځي دوولس ورځې وړاندې له جرمنې نه حرکت کړی و، تېره ورځ غزني ته را ورسید او هوډ يي دی چې کابل ته لاړ شي.

د سرچینې په قول ځاځی هغه ځوان دی چې شل کاله هېواد ته نه دی راغلی او اوس چې د ځمکې له لارې دومره اوږد مزل کړی پخپل هېواد کې يي امنیت بې ساری بللی دی.

ښاغلي ځاځي ویلي، دولس ورخې مخکې یې له جرمنې حرکت وکړ او د ترکیې او ایران له لارې افغانستان ته راغلی دی.

یاده دي وي د ا.ا.ا له واکمنۍ سره هېواد کې د ورزش تر څنګ حتی د بهرنیو سیلانیانو لپاره خوندي فضا برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS