کونړ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د شين کيو کوشين کای سبک سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۰:۴۳
کونړ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د شين کيو کوشين کای سبک سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د اسعداباد ښار په مرکزي جمنازيوم کې د درېيو ولايتونو د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې "شين کيو کوشين کای" سبک سيالۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له ننگرهار، پروان او کونړ ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ننگرهار ولايت ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو درې ورځې دوام وکړ او موخه يې د ورزشکارانو د وړتياوو لوړول او ترمنځ يې همغږي رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS