کونړ؛ پېچ درې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۳۵
کونړ؛ پېچ درې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولايت په پېچ درې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د درې ښار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې درې ښار لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې ننګلام مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په فلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قاري خبیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS