کونړ؛ په مرکز څاګي کې د ۲۲ اوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په لارښونه او همکارۍ په مرکز څاګي سيمه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته کرهالي شاهين او اندوراجو پاچا لوبډلې لار موندلې وه، لومړی توپوهنه شاهين لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۴۳ منډې هدف کېښود. بل لوري ته سيالې لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۲۰ منډې جوړې کړې او په ۲۳ منډو یې ماتې وخوړه.
د یادونې وړ ده چې د سیالیو غوره او مخکښو لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ او ستاینلیکونو ورکړل شول.
