کونړ؛ په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۹
کونړ؛ په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ د استازولي له‌ لوري په اسمار ولسوالۍ کې د سولې په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د‌ دغو سياليو پايلوبه د پلوڅو ناو ځوانانو او واحد افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه واحد افغان لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۷۲ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه نيمايي کې پلوڅو ناو ځوانونو لوبډلې ياد هدف د درېيو لوبغاړو په زيان پوره کړ او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې يادو سياليو نيږدې يوه مياشت دوام وکړ او تېره ورځ پای ته ورسېدې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS