کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د ١۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۲۲
کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د ١۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آصف الله او هشام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه آصف الله لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٣ منډو هدف وټاکه. هشام لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په نهم اور کې د یوې ویکټې په زیان پوره کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS