کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ډانګپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ډانګپور لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې الخدمت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
