کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د پشد او نرنګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پشد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٥ منډو هدف وټاکه. نرنګ لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.
