کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شامکار او حکیم اباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې حکیم اباد لوبډلې د ۱/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د والیبال لوبې ته د ودې ورکولو او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.