کندوز کې د تکواندو د لوبڅارۍ د دریمې درجې سمینار پیل شو
د تکواندو د لوبڅارۍ په برخه کې دا سمینار د تکواندو د ملي فدراسیون او د کندوز د بدني روزنې او ورزش په همغږۍ پیل شو.
د تکواندو ملي فدراسیون د فني کمیټې لخوا د استاد محمد تمیم هوتک په مشرۍ د داورانو یوه کمېټه چې له وړاندې ټاکل شوې وه د دریمې درجې ملي دې سمینار په پار کندوز ولایت ته لیږل شوې ده.
د دې سمینار او ازموینې هغه شمېر ګډونوال چې سمینار په بریاليتوب پای ته ورسوي د لوبڅارۍ د دریمې درجې سند وړ بلل کیږي.
د ملي فدراسیون په استازیتوب د دې فدراسیون درې استادان یاد ولایت ته تللي وو.
