کندهار کې د ۱۵ سي لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۲۹
کندهار کې د ۱۵ سي لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند احمد شاهي لوبغالي کې د ۱۵C لوبډلو ترمنځ د فوتبال شپنۍ سیالۍ د ګران اتلان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ګران اتلان او ریښتیني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ګران اتلان لوبډلې د ۱/۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې ریښتیني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS