کندهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۲:۵۳
کندهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز غازي محمد ايوب خان لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د عليشنگ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې عليشنگ ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې سیدآباد لېسې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۱۸
Background image

کونړ؛ په مرکز اسعد اباد کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز اسعداباد څاګي ورزشي لوبغالي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سياليو د پيل. . .

جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۱۶
Background image

خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي د اسماعیل سالار په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د خوست. . .

جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۱۴
Background image

ننگرهار کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په سراج المعارت بڼ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS