کندز کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۲۹
کندز کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ابدان دښته کې د ۸۰ تنو کورشکارانو ترمنځ د ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوريو کې د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

د يادو سياليو په پايله کې ۷ تنه د ځوانانو او ۷ تنه بيا د لويانو په عمري کټگوريو کې د کندز ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره کورشکارانو موندل وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS