کندز کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۳۰
کندز کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د رويال کينګ تجارتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د کندز مرکز منتخبې لوبډلې خپلې سیالې امام صاحب ولسوالۍ د حبيب الله لوبډلې ته د ۳۱/۲۸ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د رويال کينګ تجارتي شرکت له لوري لومړی مقام ګټونکي لوبډلې ته ۳۰۰ امريکايي ډالر او دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ته ۱۰۰ امريکايي ډالر د انعام په توګه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ساغر ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

ارزگان؛ ترینکوټ ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳
Background image

پروان؛ جبل السرج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جبل السرج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS