کندز کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسوین د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخرلاقونه اعلان شول، چې په پای کې لومړی آخرلاق بصیر خوستي او دویم آخرلاق هارون ترلاسه کړ او د سیالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.