کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پایله کې ۳۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د پهلوانانو جسمي وړتياوو لوړول او د ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.