کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
یادو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې ٢۵ تنو پهلوانانو بریاوې خپلې کړې.
دغه سيالۍ د ورزش کارانو د ظرفیت لوړولو او د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې او په پای کې ګټونکو پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
