کندز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د "فوټبال الف ليگ" سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې امت ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې صمیمیت لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه د ۱۴۰۵ کال غوره ليگ ته د لوبډلې موندل دي، چې شاوخوا دوې مياشتې به دوام وکړي.
