کندز کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني آزادې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پايله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
يادې سیالۍ د پهلوانانو د جسمي وړتیاوو د لوړولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
