کندز کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ٣٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
