کندز کې د معارف فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۱۲:۵۷
کندز کې د معارف فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د کندز ولایت د فوټبال فدراسیون له لورې د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د دغه ولایت د ښاروالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۲۴ ښوونځیو ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وشوې.

د دغو سياليو په وروستۍ ورځ د کندز ولايت ورزش مسوولينو او د ورزش يو شمېر مينه والو ګډون کړى و دیاد ټورنمنټ پای لوبه د وحدت زاخېلو او د شېرخان عالي لېسې لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پای کې وحدت زاخېلو خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

په پاى کې د مسوولينو له خوا په پام کې نيول شوي کپونه او ډالۍ ګټونکو لوبډلو او ممتازو لوبغاړو ته ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS