کندز کې د بزکشۍ سیالۍ وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۰
کندز کې د بزکشۍ سیالۍ وشوې

د جمعې ورځې اوونیزو لوبو په دوام کې تېره ورځ کندز کې د بزکشۍ سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د کندز ولایت چاپندازانو او د تخار اشکمش ولسوالۍ پاپندازانو برخه اخیستې وه.

یادې سیالۍ د کندز ولایت ورزشي امریت لخوا د بزکشۍ «سردوره» ورزشي لوبغالي کې جوړې شوې وې، چې د خط او بیرغ په بڼه وشولې.

مسوولینو د دغو لوبو موخه د هېواد په کچه د بزکشۍ لیګ درېیم پړاو ته تیاری ښودلی دی.

د دغو لوبو په پای کې د لوبو غوره‌لوبغاړي ونومول شول. لومړی مقام شبیر اشکمشي د تمیم مرادري په اس، دویم شبیر پهلوان د یعقوب اخندزاده په اس او درېیم مقام سیدال پهوان د رییس‌ولي په اس وګاټه.

یاده دې وي چې غوره‌لوبغاړو ته د بزکشۍ فدراسیون رییس فهیم صافي لخوا ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS